قانون

qaanóonqānúnQanoonḳānūn

قانوننومنارینه

law, ordinance, rule, canon

ماناوې

  1. law, ordinance, rule
  2. law; canon, regulation
  3. law, statute
  4. law, canon
  5. law, rule
  6. measure, act, statute
  7. code, statute book
  8. rule
  9. statute
  10. regulation
  11. act
  12. code
  13. law
  14. law of the land
  15. measure
  16. Rule, regulation, statute, canon, institute, system
  17. A dulcimer or harp

پښتو تعریفونه

  1. دستور، آئين، طريقه، اصول، وسم
  2. د يوه شي مقياس او اصل
  3. هغه دستورونه، مقررات او احکام چې دولت يا د صلاحيت مرجع يا د ملي شورا مجلس يې د انتظاماتو د ساتنې او د ټولنيزو چارو د ادارې لپاره وضع کوي
  4. من. ١- هغه کليه قضيه چې يو لړ جزئيات بيانوي؛ ٢- عمومي ته د مشخص او جزيي، ساده ته د مختلط، او ضروري ته د ممکن ارجاع
  5. (مادي فل.) دمادي نړۍ د پديدو تر منځ ماهوي او ضروري، عمومي او تکرارېدونکی اړيکې
  6. طبيعي ناموس؛ ثابت او واجد نسبت چې علت او معلول ته اړېکی ورکوی
  7. يوه عمومي حکمي قاعده (کله د حکمي قواعدو سيسټم) چې له د باندې انساني فعاليتونه اداره کوي او درې شکله لري؛ ١- هغه چې عرف، عنعنې او عادت رامنځ ته کړی وي؛ ٢- مثبت قوانين؛ رسماً ليکل شوي او اعلان شوي؛ ٣- خدای (ج) د ارادې بيانوونکی؛ اثباتي قانون: هغه قانون چې مقنن اثباتي جنبه ورکوي او په اقرار، شهادت، سند او قسم اړوند مواد لري؛ د اتباط قانون (فل.): ټوله ځان لرونکې او بې ځانه نړۍ ارتباط سره لري او يو پر بل اغېز سره ښندي. بودجې قانون (اق.): د عمومي دخل او لګښت، پېش بينۍ... کلنی قانون؛ د تضاد قانون (فل.): د همېشني حرکت واقعي علتونه او منبع او د مادي نړۍ دايمي تکامل راښيي او وايي چې تغير او حرکت د…
  8. اجباري او لازمي قاعده چې د يوه موجود يا يوې عمليې ايډيال څرګندوي او هغه نمونه ورښيي چې ځان بايد د هغه سره برابر کړي چې په نتيجه کې خپل ايډيال او عالي طبيعت ته ورسېږي؛ لکه((اخلاقي قانون)) او ((فکري قانون))
  9. يو عمومي فارمول (چې مشاهده يې وي، نه حکمي) په داسې يو ډول چې موږ وکولای شو له هغه څخه مخکې له مخکې ځينې حوادث استنتاج کړو، - قانون ته په انګريزي law، په فرانسوي loi، او په آلماني canon دی او د ((کينن)) هغو مقرراتو ته وايي چې د کليسا مقاماتو وضع کړي وي، او دقانون کليمه د هماغې لاتيني کليمې معرب دی
  10. مو. د يوې لرغوني موسيقيزې آلې نوم دی چې سنتور ته ورته ده. خو ستنور په لرګين مضراب ږغول کېږي او تارونه يې فلزي دي او قانون په دوو ګوتميو (انګتشانه) باندې چې د دواړو لاسو د شهادت (سبابه) په ګوتو کوي يې، وهل کېږي، تارونه يې د کولمو دي او اواز يې ملايم دی. ځينې داخلي منابع ليکي چې قانون د افغاني ساز يوه آله ده
  11. يو طبي کتاب دی چې ابن سينا تاليف کړی دی
  12. د يوه شي مقياس او اصل، هغه مقررات او احکام چې دولت يې د انتظاماتو د ساتنې او د ټولنيزو چارو د ادارې لپاره وضع کوي.

بېلګې

  • د طبعياتو قوانين

    laws of nature

  • د قانون فن

    jurisprudence

بڼې

arabicPlural
قوانینqawaaneen
جمع
قوانينqawānín

ترکیبونه

  • نظامي قانون

    martial law

ژباړې (6)
انګرېزي
precept · enactment · institution · legislation · principle
الماني
Gesetz n. · Gesetz (das) · kanon · Richtlinie · Satzung · Gesetz · Vorschrift
فرانسوي
loi (f.) · code (m.). · loi · édit
هالنډي
wet
ناروېژي
lov · regel · reglement
روسي
закон · د طبعیاتو قوانین законы природы · د ~ فن юриспруденция · ~ نظامی военное положение. · ганун (род гуслей).

د کلمې رېښه: Arabic