سایکالوجينومښځینه
psychology
ماناوې
- psychology
پښتو تعریفونه
- سايکولوجي، سايکولوژي، پسيکالوژي، پسيکولوژي، سايکولوژي، پسيکالوژي، پسيکولوژي، سايکولجي؛ ارواپوهنه، ساپوهنه، روحيات، روانشناسي، علم السلوک (علم الروح، علم النفس)
- هغه پوهنه چې د انسان او حيوان د سلوک څخه بحث کوي
- هغه پوهنه چې د دماغي او ذهني عملياتو (مراحلو)، احساساتو او غوښتنو سره سروکار لري
- د انساني ذهن د پوهنې او د هغه د کاروبار د لاروچارو مطالعه او کتنه، د انسان په چال چلند کېد ذهني او روحي کيفيتو اغېزې ته پاملرنه، د فکر او کار پيدا کوونکي علتونه او ددغو علتو د فعاليت او اغېزې شکل او بڼې ته غورکول او د هغو څېړنه
- د يوه سړي د اعمالو، خواصو، انګېرنو او اندېښنو جونګ
- د روح د ماهيت او خواصو د څېړنې پوهنه
- په روحي تغييرونو کې دعلت او معلول په منځ کې داړيکو څېړنه او پوهېدنه
- هغه پوهنليک يا سيسټماټيکه مطالعه چې په دغه باره کې تر سره شوې وي
- د سايکالوجۍ يو سيسټم ؛ فزيکي سايکالوجي: د فزيکي اغېزې د اندازې اړيکې او د ارواپوهنې دجوش او هيجان څېړنه؛ کېمياوي سايکالوجي: د کېمياوي او روحي عواملو د اړيکې څېړنه ؛ مقايسوي سايکالوجي: د بېلوبېلو روحونو د سره شريکو او بېلو خواوو څېړنه ؛ ټولنيزه سايکالوجي : د ژبو، مذهبونو، دينونو، عادتونو، دودونو، علمونو، خويونو، ښکلو هنرونو، ادبياتو.... په باره کې څېړنه او کتنه
- ارواپوهنه، ساپوهنه، روحيات، روانشناسي، د يوه سړی د اعمالو، خواصو، افکارو جونګ
ژباړې (3)
- فرانسوي
- psychologie (f.).
- هالنډي
- psychologie
- روسي
- психология.