سالنګنومنارینه
the Salang Pass
ماناوې
- the Salang Pass
- Salang
پښتو تعریفونه
- د سالنګ دره چې د پروان د ولايت د جبل السراج په شمال لوېديز کې د ٦٩ درجو، ١٢ دقيقو، ٣٥ ثانيو شرقي طول البلد او ٢٥ درجو، ١٤ دقيقو او ٣٥ ثانيو شمالي عرض البلد تر منځ پرته ده او اوږدوالی يې و ٥٥ کيلومترو ته رسېږي
- د سالنګ غاښی، چې د بحر د سطحې څخه ٣٨٠٠ متره لوړوالی لري
بېلګې
د سالنګ واټ
the road over the Salang Pass
ژباړې (2)
- فارسي
- سالن
- روسي
- Саланг перевал · د ~ واټ дорога через Саланг.
دا هم وګورئ
نورې ماناوې
- دجبل السراج د ولسوالۍ يوه علاقه داري ده؛ دغه علاقه داري د پروان د ولايت په ساحه اړه لري
- د سالنګ لويه لاره: د سالنګ د شمالي او سويلي ساحو تر منځ يو لوی سړک دی چې کار يې د ١٣٣٩ ش کال په لومړيو وختو کې پيل شو او د ١٣٤٣ ش کال د سنبلې په ١٢ رسماً پرانستل شو. د دې سړک اوږدواله ( د کابل څخه تر پلخمري پورې) ٢٣٠ کيلومتره ده، او د تونل طول يې د شمالي خولې څخه تر سويلې خولې پورې ٢٦٧٦ متره دی
- د سالنګ سيند، يو سيند دی چې د لوېديز هندوکش په سويلي لمنو کې بهېږي