شخوندوهونکیصفتنارینه
chewing, ruminant
ماناوې
- chewing; ruminant
پښتو تعریفونه
- سخوندوهونکی، واښه خوړونکی حيوان لکه غوا، پسه، اوښ، ګوزن چې معده يې څلور کڅورې لري: ١- لويه کڅوړه چې نيم ژوولی خوراک هلته داخلېږي
- يوه وړه حصه چې غذا له لويي کڅوړې څخه هلته داخلېږي او بيا د مرۍ له لارې خولې ته راګرځي
- د معدې دريمه برخه چې ژوول شوې او نرمه شوې غذا هلته ورځي
- شيردان چې دمعدې شيره په کې ترشح کېږي
- واښه خوړونکی حيوان لکه غوا، پسه، اوښ، وزه، مېږه او نور.
بېلګې
شخوندوهونکي حيوانات
the ruminans (animals)
ژباړې (2)
- فرانسوي
- ruminant (m.).
- روسي
- жвачный · حیوانات ~ жвачные животные.