سکاوټنومنارینه
boy scout, scout, secret service agent, intelligence agent
ماناوې
- boy scout
- scout, secret service agent, intelligence agent
پښتو تعریفونه
- سکوټ، څارندوی، مخکښ؛ د څارندوی د تنظيم يو غړی، د څارندويي موسسي يو عضوه : څارندوی د روزنې او پالنې يوه ښوونځۍ او يو نړيوال نهضت دی. مقصد يې دا دی چې ځوانان او کوچنيان داسې وروزي چې په ټولنه کې خپل ځان ته يو مناسب ځای پيدا کړی او د ټولنې يو ګټور غړی شي. د څارندوی د ټولنې موسس لارډبيدن پاول (١٨٥٧-١٩٥١) م نومېږي چې په لندن کې زېږېدلی دی. د څارندوی ټولنه لومړی ځل په افغانستان کې په ١٣١٠ ش کې جوړه شوې ده، خو د ١٣٢٦ ش کال د ثور په ١٦ رسماً په کابل کې پرانيستل شوه
- سکوټ، څارندوی، مخکښ؛ د څارندوی د تنظيم يو غړی.