ښوونځی
xowundzáyṣ̌owənjáyKhowanzayṣ̌owәnjáyxowandzix̌owanźáy/ʂowənˈdzai//çowanˈd͡zai//xowənˈzai/
نور لیکدودونهښوونځۍښووَنځَیښوونځئښوونځي
ښوونځینومنارینه
school
ماناوې
- school
- plural of ښوونځی
پښتو تعریفونه
- مکتب
- د زدهکړي او ښوونې ځای، د ليک لوست زده کړې اود علومو د راز راز څانګو د تدريس ځای؛ ١- هغه ځای يا موسسه چې کوچنيانو ته تعليم په کې ورکول کېږي، په تېره بيا لومړنی او منځنی ښوونځی؛ ٢- په يوه ځانګړې رشته يا مهارت کې د ښوونې او روزنې ځای لکه د موسيقي ښوونځی
- زموږ په هيواد کې د زهکړې او ښوونې هغه ځای يا موسسه چې دولس ټولګي ولري لکه د حبيبې، احمدشاه بابا...ښوونځي چې ليسه هم ورته وايي3-د دغسی يو ځای تعمير يا تعميرونه، ټولګی، لابراتورونه اونور
- مج. ددغسی يوه ځای ټول زده کوونکي، ښوونکي ا نور : نن به ګرده ښوونځی ژوبڼ ته ځي
- مج. ددغسې يوې موسسې تعليمي کال : ښوونځی د وری پر دويمه پيل کېږي
- يوه ډوله خلک چې دکوم لارښود، عقيدې يا ښوونکي پر لاره سره روان وي (مشترک عقايد، نظريې، د زدهکړې اصول او مېتودنه ولري). لومړنی ښوونځی: د کوچنيانو د زده کړې هغه ښوونځی چې ترشپږم پورې ټولګي ولري؛ منځنی ښوونځی : ثانوي مکتب، متوسطه؛ د کوچنيانو هغه ښوونځی چې اووم، اتم او نهم ټولګي ولري (همدرانګه وګ. ليسه)؛ ابتدائيه، رشديه او اعداديه ښوونځی: د څورلسمې شمسي پيړۍ په لومړی لسيزه کې او څه وړاندی او وروسه، دمعارف يو سيټم وچې پيل يې د ((ابجد)) يا ((مدخل)) په نامه يوه ټؤلګی و. لومړی تر څلورم ټولګی پوری په ابتدائيه دوره کې راتله، پنځم تر اتم ټولګۍ پورې درشديې دوره وه اونهم تر و دولسم ټولګی پورې داعداديې په…
- مکتب؛ د زده کړې او ښوونې ځای، د ليک لوست زده کړې او د علومو د تدريس ځای.
- دښوونې یا زده کړې ځای
- ځای د ښوني، ځای د زده کړي، ځای د روزني . زه ښوونځی ته ځم .
بڼې
- مفرد
- ښوونځییx̌owanzayay
- جمع
- ښوونځیيx̌owanzayi
- مغیره مفرد
- ښوونځیيx̌owanzayi
- مغیره جمع
- ښوونځیوx̌owanzayo
- singular vocative
- ښوونځیيهx̌owanzayya
- plural vocative
- ښوونځیوx̌owanzayo
ژباړې (7)
- انګرېزي
- noun · schoolhouse
- الماني
- Schule f. · Schule (die) · Bildungsanstalt · Lehranstalt · Penne · kastrieren · Schule · Leranstalt · Erziehungsanstalt
- فرانسوي
- école (f.) · collège (m.) · lycée (m.). · école · lycée · école
- هالنډي
- kippenhok · school
- ناروېژي
- skole
- فارسي
- دبستان، دبیرستان · مکتب (ج) ښوونځی
- عربي
- مدرسه، مکتب
د کلمې رېښه: ښوول + ـځی