غزل

لک مې دے په زړه کښې د هجران غشی تېره

علي خان

لک مې دے په زړه کښې د هجران غشی تېره

تللے دے بې واکه زما زړه یې وزیره

دا د دلبر مخ دے چې له شا له نیم لیدلے شي

یا زیړونے نمر دے چې ښکاريږي نیم له غره

تاو مې دے د زړه له دې غمه مې تاوا شوه

څو به وړم خبرې د رقیب غوندې تر باره

یوسي د سړي د مخ سرخي په غمزه نیمه

هسې شان هېبت لري د یار د سترګو سره

ځان که یې پائزار کړم سم قدم راباندې نه ږدي

ټول به مې جارو که که یې جارو شمه د وره

یار مې د هجران په جوارګرو باندې بېلود

اوس منګولې مروړم ترې روان شوم سپېره

ستا جور و جفا خو د عاشق غریب قبول ده

و دې سو په دا چې دې په نورو زوره

تاج د ازادۍ به یې هاله ګوندې په سر شي

تا که علي خان په غلامانو وشمېره