غزل
زه چې زلفې پیچ و تاب د دلبر نیسم
حافظ الپوریزه چې زلفې پیچ و تاب د دلبر نیسم
د جلاد و تېرو تورو ته سر نیسم
چې سرې سترګې سور پېزوان سره لب یاد کړم
د آتش په سرو سروټکو ځیګر نیسم
چې مې کوزی خیال په زړه د کږو وروځو
و کږو مونځ ته زړه برابر نیسم
لونګین یې تور ښامار سینه یې ګنج دی
ګنج به هاله شي حاصل چې اژدر نیسم
د دوبین ګمان په ما مه کړه نادانه
چې په بې د یار له دره بل در نیسم
نمر زما د یار له مخه نور موندلے
زه به څه له و بل مخ ته نظر نیسم
چې پېغام یې د اشنا په رښتیا راوړه
د رېبار ګفتار ته سمع و بصر نیسم
که ساقي یوه جرعه له جامه راکړه
خمخانه به یې په حوض کوثر نیسم
په خندا به لب کشا د غنچه د مراد کړم
که ژړا عادت په وخت د سحر نیسم
که یې یاد په ما غبار د کوڅې راوړي
بالاتر به یې له مشک و عنبر نیسم
که د یار لطیف خفي راباندې نه وے
د اغیار لاره به څو په هنر نیسم
په فریب مې لرې باسي له نګاره
د پدول خبرې څه رنګ باور نیسم
له سروره مې جار باسي و تبور نه
بدسګان به و په ورځ د محشر نیسم
چې یې جد زمونږ خارج کړو له جنته
لوی دښمن به رانده یو جادوګر نیسم
د حافظ فرح سرور د یار وصال دے
که په جنت الفردوس کښې مقر نیسم