غزل

چې صورت دې شي د بل استاد، منشا داده

راحت زاخیلي

چې صورت دې شي د بل استاد، منشا داده

پر پردم مینه د غیرت تقاضا داده

ځان مې خاورې ایرې کړو د چا په در کې

بیا لا هم دی بدګمان، تماشا داده

دوست دښمن زما په غم ژاړي او ته خو

سترګې نه را اړوې، نو ژړا داده

چې سره وینه د ګلاب په مخ کې خوند کړي

خون روا دی د خسته و دعوا داده

چې د مخ په شمع یې تورې زلفې تاو خوري

خلقه ګورئ! تیاره داده روڼا داده

شیخ په ګوټ کې وایي د نفس سره غزا کړم

چې شي تورو ته ور وړاندې غزا داده

ستا تهمت باندې راحت ژني ډېر شور دی

سر په بام کړه راښکاره، تماشا داده