غزل ما چې مړ كې انتقام به له چا اخلې اباسین یوسفزی د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 اوس مې وژنې كه واپس دې سزا اخلې؟ 02 لكه شمعه دې بلېږمه په زړه كې 03 په قلاره! مړ مې نه كړې چې ساه اخلې 04 محبت به درته جوړ كړي فسادونه 05 غزونې به جانانه سبا اخلې 06 چې بينا دې كړمه ګل دې راله وښود 07 دا نظر ولې په بېرته له ما اخلې 08 بې له لمره د سپوږمۍ په مخ تيارې وي 09 ته زما د پلوشو نه رڼا اخلې 10 په خلوص باندې خرڅېږمه په زر نه 11 دې د خټو، ګټو كور كې كه ما اخلې؟ 12 كه د مينې په ګوهر پسې لټون كړې؟ 13 اباسين ته به وردانګې كه را اخلې د قاموس مانا × اصلي کلمه