شعر
نیمګړی خوب
صفیه صدیقيڅه نازولې شپه وه
څه بختوره شپه وه
لا مې یادېږي چې ته
زما کوټې ته راغلې
پرته له دې چې ګنې
څوک دې زما کوټه کې وګوري او ګرم به دې کړي
زما د کټ په بازو کېناستلې
او له هیبته مې تالو کې ژبه ونښتله
ته هم زما په شانې
لکه په نیمو شپو ډېوه وسوزېدې
هیڅ دې ویلی نه شول
یوازې سترګو مو یو بل ته کتل
زړونه مو ودرزېدل
شونډې لا هم خاموشې
په دې کې سترګې په خبرو راغلې
په زړه رازونه پیل شول
ما کړې له تا نه ګیلې او تا به له ما نه ګیلې
هر څه ګیله ګیله شول
سترګې ګیلې، زړونه ګیلې، هیلې ګیلې ګیلې شوې
محوه شو، ورک شو یو د بل سترګو کې
زه د ملا په بانک راویښه شومه
وې «مومنانو لمونځ تر خوبه ښه دی»
ما وې بې شکه مګر خوب مې پوره شوی چې وای