کندهار

kandaháarKandaharkandahā́rkandahār/kan.da.hɑr/[kän̪.d̪ä.hɑ́ɾ]/kan.dɑr/[kän̪.d̪ɑ́ɾ]

کندهارnounmasculine

Kandahar

Meanings

  1. Kandahar
  2. Kandahar, province in the south of afghanistan
  3. a province of Afghanistan
  4. Kandahar (a province of Afghanistan)
  5. Kandahar (the capital city of Kandahar Province, Afghanistan)

Pashto definitions

  1. تا. هر خوتيش، مراسواتي يا هراويتي (ويدا)، هراوايتي يا هرواتي (هيرودوت) هروواتي (زړه پارسي)، هراهوتي، هرايوواتي، اراخوتي، ارکوتي، اراکوتس، اراخوسا، اراخوسيا، اراکوسيا، اراکوزيا ( د آريايانو دوره او منځنۍ تاريخي دورې)، د اراکوزي، خزيا (يونانۍ نومونه)، آرخوزيا، ګندهارا، کندار، کندهار، قندهار، رخد يا رخج (٤ قرن) يا الرخج يا الرخجو يا الرخجسو (عربی نومونه)، کوهک (٤ قرن)، پنجوايی؛ عباديه ( د اسلامي فتوحاتو دوره)، تګين آباد( د غزنويانو دوره)، تګناباد (٧ قرن : مهاج سراج)، نادر اباد، ارغند، ارغنداو، احمدشاهي ښار، اشرف البلاد، کندهار؛ زموږ د ګران هېواد يو ولايت دی چې ٤٥٨٣٣ مربع کيلومتره پراختيا لري…
  2. کندهار: د ښاغلی محمد ولي ځلمي د کتاب نوم چې د ١٣٥١ ش کال د لړم په مياشت کې د زوري د انتشاراتو موسسې خپور کړی دی او په هغه کې محترم ليکوال تاريخي او اوسنۍ کندهار شرحه کوي، د تسميې وجه يې، لرغوني آثار، مزارونه، جغرافيايي وضعه، آب و هوا، دريابونه، غرونه، کانونه، ولسوالۍ، کرهڼه، تجارتي وضعه، صنعتي دستګاوې، هوټلونه، کلتور، د ملکيت د اندازې مقياس، بزګر او ملاک اړېکی....يې راپېژني او ١٨٢ تاريخي معاصر کندهاري پوهان په لنډه توګه معرفي کوي
  3. په سند او هند کې هم دوه درې ځايه د کندهار او کندهار په نومو شته چې ځينو کاتبانو قندهار ضبط کړي دي
  4. کندهار (مجله) : د يوې پښتو مجلې نوم دی چې او له پلا په ١٣٣٩ش کې خپره شوه. محتوا يې په پښتو ژبه ادبي، تاريخي؛ اجتماعي او علمي مضامين دي
  5. د ګندارا ولايت چې د پيښور او ننګرهار خواوې او د کابل ځمکې په کې شاملې وي، د داريوش په کتيبې او د هرودوت په تاريخ، او د ابولفدايي په تقويم البلدان کې يې ذکر شوی دی
  6. د کندهار ښار په سويلي هند کې چې ابن خرداد په (( المسالک و الممالک)) او مسعودي په ((مروج الذهب)) او ابن بطوطه په خپله سياحت نامه کې راوړی دی
  7. مو. د يوې راګنۍ نوم دی
Translations (2)
German
eine Provinz in Afghanistan · Kandahar
French
Kandahâr (nom (m.) d'une province d'Afghanistan et chef-lieu (m.) de la même province). · ville et province d'Afghanistan · Kandahar

Etymology: Evolved from "Iskandar" pronounced as "Scandar", in the local dialect version of the name Alexander.