نظم
مناجات
Abdul Bari Jahaniكور په اور كي د اغيار درڅخه غواړم
د جانان غليمان خوار درڅخه غواړم
چي غماز مي د جانان په كور كي بولي
ژبه ګونګه د رويبار درڅخه غواړم
كه تر مرګه پكښي ځان يوازي وينم
د هيندارو كور سنګسار درڅخه غواړم
چي مي سترګي بې جانانه بل څوك ويني
ځان منصور غوندي پر دار درڅخه غواړم
د سبا په شان بې نومه بې روبياره
كور پر سترګو د دلدار درڅخه غواړم
چي رقيب مي د لحد له كيسو كوڼ سي
ستا په نوم كي پټ مزار درڅخه غواړم
چي نمرود مي ستا د ميني په تور سوځي
ژوند په غېږ كي د انګار درڅخه غواړم
په شبنم، په آيينه، په ګرېوانه كي
مخ، جلوه، ذكر د يار درڅخه غواړم
چي بورا رنګه مي مينه افسانه سي
تل سينه څيري په خار درڅخه غواړم
چي پانوس غوندي په خپل اور كي رنګين يم
د كوګل وينه مي نار درڅخه غواړم
يو يې نوم غواړم په وينو كي كرلى
يو په سترګو كي نګار درڅخه غواړم
يو مي سوال جواب د قبر په پښتو كې
يو لحد پر كندهار درڅخه غواړم
چي يوازي جهاني درځي درشل ته
د سكروټو پر سر لار درڅخه غواړم