غزل
ای دحسن اونور دریابه!ما له یو ټکې دنور را
Ghani Khanسترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دسرور را
زه دې خپل وړوکې زړګې له یوه نښه دیار غواړم
ای دحسن او نور دریابه ماله یو ټکې دنور را
دې تک تور دغم محل په یو بڅرۍ درڼا را
سترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دسرور را
دۍمستې او دۍ ارمان له یو تصویر دجانان راکړه
ستا په مینه نازیدل راستا په ښکلې مخ غروررا
دې داخودسوې باغچې له یوه وعده دبهار غواړم
زه دا نه وایم چه جنت را زه دانه وایم چه طور را
ددی خوب دسا اووخت اشاره دتعبیر راکړه
ماله زړه دپادشاهانو او سینه دفقیر راکړه