نظم ادم Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 عجيبه مې وجود لاعجب مې ځيگر څۀ بې توکه بې توله دا سترگې اؤ سر 02 يا په بام د حرم د مستۍ ترانه يا په شپه د وصال د نفلونو بهانه 03 يا موسی ته قيصې د فرعون د محل يا فرعون ته بيان د ابد د اجل 04 يا د غم د بی بی نه سرور غوښتل بُت خانه کښې پړقونه د طور غوښتل 05 کله روح د مجنون او ساقی اؤ پياله کله سر د خيام او ژړا اؤ صحرا 06 کله خوب دمنصور د رڼا د وصال کله شوق د حبشی د کوکۍ اؤ د خيال 07 کله ډوب بې پايانه کوهے د غم کله هره پياله کښې صنم صنم 08 يا د ژوند ککو کښې د مرگ تصوير يا د مرگ سلگو کښې دژوند تعبير 09 يا پېغام د فراق په خندا کښې د يار يا اميد د وصال په ژړا کښې د يار 10 يا دجېل کوټگۍ کښې خوبونه د کور اؤ ايروکښې ارمان د رڼا اؤ د اور 11 دا بېخوده دماغ بې کماله وجود پُجاری د مندر اؤ شوق د درود 12 هم غلام د ښايست هم مريےئ د وفا هم درياب د تيرې هم مستی اؤ رڼا 13 بې ارامه ارمان بې قراره نظر څۀ بې توکه بې توله دا سترگې اؤ سر Dictionary meaning × Headword