نظم

افسوس

Ghani Khan

زما ستا سره ياری!

وه د مار سره خواری

گلابی ننگی ستا جانه

وې سکروټې اناری

سوزېدمه ژړېدمه

رښتيا زۀ ؤم ازاری

په ژړا ما خندولې

ستا سرې سترگې خُماری

اخر گل مې خزان يوړو

عبث ما وکړه خواری