نظم
الا بلا به گردن مُلا
Ghani Khanما په گل کښې وليد چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې
اے مُلا!! ستا نيم کتاب مې واؤريدۀ رباب کښې
ستا پگړئ د عقل، زما تاج د لېونتوب په سر
تۀ ئې په غاړه ژاړې، زۀ غوټې وهم درياب کښې
دې جهان کښې موړ نۀ شوې، د هغه ځائې نه خدائې خبر
ستا نه ښه بڼيا شو مُلا تيروتې حساب کښې
نشته ستا زمزم کښې نشه، واخله سرۀ شراب زما
وايه مُلا صاخب! ستا "خلاصه" څۀ وائې دې باب کښې؟
هير دې کړو منطق کښې په مُنيا کښې دې ونۀ مونده
زۀ ئې مُدام وينم د غمونو په درياب کښې
حسن در نه ورک شو د کعبې په ديوالونو کښې
ورک دې سمندر کړو، مړ له تندې شوې سراب کښې
زار دې شم له ږيرې مُلا! سوال د لېونی واؤره
نوم پرې د کافر مۀ ږده د دې غزل جواب کښې