نظم

اراده

Ghani Khan

نۀ مې يار شته نۀ به وشی

اوسنی ياران دی خوشی

چې حاجت ئې درته وينه

ستا به پلار نيکۀ هم ښۀ شی

کار چې خلاص شی داسې تښتی

د ليندې نه لکه غشی

چې ياری په شالتانو شی

دا ياری به ياری څۀ شی؟

نن خو دومره ياران ډير شو

لکه سيند کښې خشی بشی

سخا بادام دی وائی نخلی

يو به ډک وی، سل به تش وی

په فائده دې ظاهر خاندی

خو پکښې اوبۀ اوبۀ شی

تۀ په دغه لاره مۀ ځه

غنی دا به درله ښه شی