نظم

ارمان امان

Ghani Khan

امان چې لاړ، امان لاړۀ، د امان د ملکه

روک شو هغه چې روکول ئې دښمنان د ملکه

زړۀ ئې خوږېږی، نۀ صبريږی، نۀ صبريږی خلقه

په شاشا گوری ځی امان په ډېر ارمان د ملکه

جمال لا څۀ وۀ چې امان دې هم کړو خاؤرې په سر

پښتونه روک دې کړۀ خېشته خېشته ځوانان د ملکه

پرته مرداره ده هر څوک پرې ټونگې ځان له وهی

راجمع شوی دی گنجی سپی گيدړان د ملکه

مونږه چې وکړۀ مسيحا نه د علاج پوښتنه

وې ويل چې لرې کړئ لوې ږيری مُلايان د ملکه