غزل
ارمانونه
Ajmal Khattakڅومره په زړه کې ارمانونه لرم
یو ستا نظر ته ټول کارونه لرم
د اوښکو هر څاڅکی کتره ده د زړه
په کې بې شماره حسرتونه لرم
له خولې مې څه غواړې سرې سترګې پوښته
په کې رنګین رنګین سوالونه لرم
د چا د یو موسکي نظر په تمه
تمناګانې دفترونه لرم
توښه د دین او د دنیا خټکه
په زخمي زړه سوي داغونه لرم