شعر

دا څوک دی؟

Ajmal Khattak

چې د ګلو سیل ته لاړ شمه چمن ته

تنها ودرېږم د ګلو انجمن ته

تنهایي لکه بل را محسوسېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

چې ګلونه ښایسته پرخې ته خندا کا

د نسیم وږمې یې غېږه کې تا تا کا

زما زړه ورته د ځان سره پسخېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

چې د باغ په شنه وله کې سپین لهرونه

خوري د سرو ګلو په عکس چورلکونه

په خیالاتو کې توپان راپیدا کېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

چې سپوږمۍ مې په سر منځ اسمان ته راشي

ما ته ګوري په خندا شي په خندا شي

یو ښایست زما په زړه راوورېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

چې د خپل وطن د نوم نه قربانېږم

چې د نوم ناموس په دار باندې زنګېږم

مستې زلفې راته مخکې مخکې کېږي

که دا ته نه یې نو څوک دلته رایاد شي؟

ته یې چې مې هر ځای مشغول یې

د ژوندون تورو تیارو ته مې رڼا یې