غزل
قیصه خو ستا د زلفوده دا تورې شپې چرته
Ajmal Khattakد ښکلو اننګو مینه زړګوټو ته لمبې چرته
ستا حسن دی وفا وفا ، ستا مینه ده دیدن دیدن
رقیب چرته، غماز چرته، بانې چرته، نخرې چرته
چې ښکلې ښکلې سترګې دې مسکې، مسکې، ادا،ادا
بیا نورې نومزې چرته، کاسې چرته، نشې چرته
چې زه هم شم او ته هم شې، جمال هم شی، وصال هم شی
دا هرڅه مینه مینه شی، ګیلې چرته، مانې چرته
خټک د یار کوڅه کې لېونی لېونی ډېر ښه دی
دا تورې مسلې چرته، داسپینې فلسفې چرته