نظم

اس بدو

Ghani Khan

ترپ ئې د هوسۍ په شان زړۀ ئې د زمری وۀ

رنگ ئې د غمی په شان خيال د ښاپېری وۀ

سترگې د کور کوړې غونډې غونډې، ښکلې ښکلې

تله ئې د نرانو طبيعت ئې د بلبلې

تن ئې د طاقت او د مستۍ او د نرانۍ ډک

روح ئې د همته او ځيگر ئې دمړانې ډک

ښپو کښې ئې گډا وه د ساقی د سپينو ښپو په شان

سترگو کښې غمونه، اميدونه د هوسو په شان

زړه ئې د پښتون وۀ نه په کنده نه په غر ايسار

جوش ئې دغازی وۀ، نه په ځان اونه په سر ايسار

چپه خوله اشنا زما لاړې چرته لاړې ته

چرته د چا کور کښې ئې د چا نه وږی غواړې ته

شته هغه دنيا کښې ښه نوکر د دلاور په شان

شته هغه دنيا کښې واښه شنه د اشنغر په شان

چپه خوله اشنا زما، چپه خوله وی ټول عمر

اوه! چې زلمے وے تل ، اوه چې تۀ وے ټول عمر

دغه وۀ اشنا زما، دغه وه د ژوند قيصه

دغه د ادم وجود دغه د سمند قيصه

ترپ شو او ټوپونه شو، خوب شو او خوبونه شو

دوه دمستۍ ورځې شوې، دوه د غم کلونه شو

نۀ ئې د راتلو سبب نه ئې شته دتلو علاج

نه ئې د ژړېدو دوا، نه ئې دولولو علاج

نه ئې د کمولو بند، نه ئې دزياتولو شان

نه ئې د هېرولو تاب، نه ئې د ليدلو شان

نۀ ئې د سلگو تپوس، نۀ ئې د خندا وجه

نۀ ئې د پرون سبب، نه ئې د سبا وجه

اے مسته اشنا زما لاړې چرته لاړې تۀ؟

چرته د چا کور کښې ئې د چا نه وږی غواړې ته

څوک به نوالې درکئی، څوک به کوی ستا مدار؟

کوم جهان کښې الوزی ستا د مستو ښپو غُبار