شعر

اشنا ته

Sulaiman Layeq

هېر کړه اشنا دا تېر عمرونه هېر کړه

باده درنیسه تېر غمونه هېر کړه

کاروان د عمر اشنا

کله درېږي، کله صبر لري

پیاله کړه پورته چې فرصت کم دی

بیا به ځواني وي خو بهار به نه وي

یا به بهار وي د زړه یار به نه وي

زه له دې عمره اشنا

سخت اندېښمن یمه او وېره لرم

له دې ظالمه انتظار کم دی

مهلت د عمر یوه برېښنا ده برېښنا

یوه غمجنه شان خندا ده خندا

په دې خندا کې اشنا

یو رپ لذت دی ګوره لاړ نه شي

چې افسوسونه بیا ثمر نه لري

که زاهدان په سجاده ښه ښکاري

یوه ګړۍ عقل اشنا

عذاب عذاب دی ګوره پام کوه

راځه راځه چې لېوني شو سره

څو لېوني او څو مستان کړو پیدا

صحرا ته لاړ شو اشنا

هېر کړو دا واړه بندیزونه هېر کړو

په بدمستۍ کې څو نارې ووهو

زړه مې صحرا پسې ژړاوې کوي

زما تېر عمر ته ښېراوې کوي

راځه چې وزو اشنا

وېرېږم لاره د صحرا بنده شي

جنون به ګرځي سرګردان راپسې