نظم

اسپتال

Ghani Khan

ستا دې جهان کښې خدايه

يو سور غضب دے خواری

هر يو په زرو دے خرڅ

د دوی رسول سامری

کۀ وی د چا موټر

درنه لږ لوئې اؤ ښکلے

د هغه پلار، نيکۀ هم

شی ستا نه ښۀ گڼلے

پورته به پوزه کړی دې

ډک د غرور شاخېلے

داغل لومبړ به غاپی

زمرے به ناست وی غلے

زرو نه زور شو جوړ

شو ستا دملک بادشاه

کۀ ئې وی دغه رفتار

ورانه دې واله دُنيا

يا ئې که سمه جوړه

اؤ يا ئې ورانه که

يا دې دا خپل عاشقان

ورک د دُنيا نه که

د دوی يوه سودا ده

زمونږه نور غمونه

خوښ د اوښيارو وی مال

د لېونو گلونه

ستا جماتونو کښې نن

د زرو سخی دی ولاړ

په ممبرونو ورته

خرڅ شوی سپی دی ولاړ

ستا په نامه مولا

بل ته سجدې کوی

تاته ئې لاس نيولې

بل ته اسرې کوی

ستا عاشقان مولا

اور کښې لړلی دی ټول

ستا غريبان بادشاه

په ژوندون مړی دی ټول

دغه دُعا قبوله

مې اے جانانه که

يا ئې که سمه جوړه

او يا ئې ورانه که