نظم

اووۀ گلونه (1)

Ghani Khan

يو وړه غوندې پنجره کښې

په يو گټ کښې د دې جېل

د اووۀ گلو جوړ کړے

ازادۍ له چا امېل

اول گل ئې زرين خان دے

چې په مات اؤ گډ وجود

د الله الله سورې وئی

په تنور کښې د نمرود

پوئې په سود اؤ پوئې په زيان

په دماغ لکه لقمان

د يو خيال او خوب د پاره

په خندا خوښوی زيان

کۀ ړوند پريوځی سور انگار ته

همت نۀ دے حماقت دے

چې هم سوزی هم روان وی

دا مردی دا شجاعت دے

د رستم نه بهادر دے

د "مياسې" ړوکے نانا

د ترخو چايو پياله کښې

ئې کړه ډوبه جېلخانه