نظم
اووۀ گلونه (2)
Ghani Khanورپورې دے فردوس خان
په مخ سپين په زړۀ نازک
د پښتو په نوم او ننگ کښې
د فولاد د گټې کلک
لا وړوکے شان هلک وۀ
چې پرې وشو امتحان
د لېلی په عبادت کښې
د رقيب شو بنديوان
د دُنيا په واړو نرمو
په پستو خوږو پوهيږی
چې پښتون په تيرو سر شی
دے ئې لار کښې وغورزيږی
خپله گټه خانی پرېږدی
کند راواخلی د ملنگ
ځان په ننگ خاورې ايرې کړی
چې پښتون ته واخلی ننگ
رب دې بوځی مانېرۍ ته
چې کئی بيا د اډې سېل
د اووۀ گلو جوړ کړے
ازادۍ له چا امېل