نظم
اووۀ گلونه (4)
Ghani Khanراپسې ړوکے لالی دے
پاکستان ترينه يريږی
چې تاريخ انگريزی وائی
نو جناح صاحب قاريږی
د کالج نه ئې راوښکۀ
د ژوندون تورې کوڅې ته
او د مرگ د کور ئې راوست
د ژونديو مدرسې ته
دلته هغه تعليم مومی!
چې په کُل جهان کښې نشته
جېل چې ښئی هغه ښودنه
د تعليم امکان کښې نشته
درد او غم هغه استاد دے
چې لقمان او افلاطون
ارسطو، سقراط ، بقراط ئې
په مری کښې دی زبون
دے بندی د انصاف نۀ دے
دے بندی د چا د ځېل
داووۀ گلو جوړ کړے
ازادۍ له چا امېل