نظم

اووۀ گلونه (7)

Ghani Khan

اخری دے يوسف خان

د غنی نه مرور

هم ئې مال په شمله داؤ شۀ

هم تالاا ئې شو ځيگر

پلار ئې غر وۀ د سودم

ننگيالے او توره باز

پوې په ننگ او په پښتو وۀ

د جنون په خېشته راز

لکه باغ په گل خېشته وی

داسې وۀ په ده سودم

ژوندے کاؤ د پښتون زړۀ ئې

د ژوندو سترگو په نم

ئې خېشته په نامه ښکاری

ټول خانان دبابو خېل

د اووۀ گلو جوړ کړے

ازادۍ له چا امېل

درې څلور مو نوکران دی

پښتانۀ دی څوک هندکيان

يو چاچا، يو مير قدم دے

اسرافے او اکرام خان

اکرم خان د نغرو دے

کړی کدو ښۀ د پلاؤ

وی مُدام ئې باندې کړے

تود او تريخ شانې تلاؤ

چاچا ښۀ پوره بېره دے

مېز کرسۍ لگوی چُسته

خو روژو غريب خراب کۀ

نوکری ئې شوله سسته

اسرافے او مير قدم

پښتانه دی په نسب

خواران کئی زمونږ خدمت

ښۀ په چغه ښه په درب

دا ماليان دی اوبۀ اچئی

په شنو بوټو د رامبيل

د اووۀ گلو جوړ کړے

ازادۍ له چا امېل