نظم
اے خانه د ټنگ ټنگ
Ghani Khanاے خانه د ټنگ ټنگ مونږ له هم راوله يو تار
چې اوږد مو اواز شی او موټر لږ په قرار
اسان به شی تپوس، سوال و جواب د زړۀ د يار
خبرې خو ئې اورو کۀ يار نۀ وی څنگ په څنگ
دا بحر ښۀ ډولے دے خو افسوس چې وخت دے تنگ
اے خانه د ټنگ ټنگ
کۀ نور کښېنم نو کور به روشن کئی راسره جنگ
يار بيا به چرته حل شو که بخت ښه اووو غورزنگ
نو بس پاتې شاعری شوه شو شورو د پيالو کړنگ
بی بی له دې رب ورکړی جنتونه رنگا رنگ
اے خانه د ټنگ ټنگ ـ