نظم
اے زما وطنه
Ghani Khanاے زما وطنه د لعلونو خزانې زما
ستا هره دره کښې دی د تورو نښانې زما
سترگې مې لوگے شه ستا د خاورو دکورونو نه
عقل مې ايرې شه ستا د پاره د فکرونو نه
ځار شمه، قربان شم ستا د غرونو د سيندونه
ستا هره دره کښې دی د تورو نښانې زما
اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما
زۀ يم ستا د خاورو تۀ زما د مينې جوړ ئې
تۀ مې د غېرت او د پښتو رنگينې جوړ ئې
تۀ مې د نيکۀ او د بابا د وينې جوړ ئې
ستا زړۀ کښې پرتې دی ټولې تلې زمانې زما
اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما
ستا عزت چې نۀ وی، زۀ به نوم او عزت څۀ کړمه
تۀ چې خواروزار ئې زۀ په خوب او راحت څۀ کړمه
ستا سر چې وې ټيټ نو زۀ به شان او شوکت څۀ کړمه
مسته به دې خاوره کړم په وينې مستانې زما
اے زماوطنه دد لعلونو خزانې زما
يا به دې زۀ سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کښې تورې خاورې کړمه ځان
زۀ به دړې وړې شم خو تا به کړم ودان
نر يمه پښتون يم تاته يادې افسانې زما
اے زما وطنه د لعلونو خزانې زما