نظم
بابا ته
Ghani Khanدا منم کم عقل ډېر دے
کۀ تۀ من ئې غنی سېر دے
چې حساب کتاب تۀ کښينی
تۀ به وئ، خان د بونېر دے
دا منم په خيال ماشوم دے
دملک رو رواج ترې هېر دے
خوی ئې تريخ سر ئې مغروره
د خواهش غولۍ کښې گېر دے
خو ئې زړۀ سپينه بکره
په يار دوست د سره تېر دے
بابا تۀ مۀ خفه کېږه
د دې زنگ لاندې شمشېر دے
ستا خطونه ټول زما سر ته پراتۀ دی
زۀ ئې لولم هره شپه دوبار دوباره
کله خاندم کله ژاړم لېونے يم
اے زما په پند کښې پروت غريبه پلاره
نه! تۀ نۀ ئې غريب تۀ ډېر لوې اوچت ئې
مصيبت دے ستا عزت تۀ عزت داره
خداې به رحم وۀ په تا باندې لږ کړے
بل ښه زوې به ئې وۀ کتلے ستا د پاره
چې په تا کښې کوم جوهر دے ما کښې نشته
ستا نېکی زما بدۍ دواړه بې شماره
تۀ سالار ئې دکاروان په نېغه لار ځې
زه کوږ ځغلم لکه اوښه بې مهاره
ستا د زړۀ فوارې ډکې دی د مينې
زما زړۀ وچ کوهے، نۀ لری يو داره
وهم منډې تا پسې خو تۀ هم لرې
وينم ستا ايله ايله د پښو غُباره
پروا نشته کۀ په منډو منډو مړ شم
فقط ستا اؤ دد خپل قام د نوم د پاره