نظم

بابړه ( په 12 اگست د ډوز په ورځ)

Ghani Khan

نن د مستۍ ورځ ده گوره زۀ په مستېدو شومه

داسې گډا وکړه چې زۀ هم په گډېدو شمه

نن ده هغه ورځ چې پښتون ژوند په مرگ گټلئ وۀ

خپلې محبوبې له زلمی سر تلی کښې وړئ وۀ

ته ماته ملا بابا د يو اسماعيل کړې قيصې

دلته په هر گام باندې يو يو قربانی شوئ وۀ

اوس چې مې هم ياد شی سره لمبه په رپېدو شمه

مست کړه اتڼ داسې چې زۀ هم په گډېدو شمه

ښپو کښې دفېرنگ وه خاؤرې ټوله اېشيا پرته

بې هوشه بې خوده افريقه توره بلا پرته

هغه وخت پښتون مغروره، مست په ننگ او چت کۀ سر

راووتل مېدان ته لکه مست زمری ببر ببر

خلاص شوم له هغۀ خو خپل کوتری ذرې ذرې کړمه

خپل ورور په ټوپکو د دشمن هسې سورئ کړمه

ورور دې يم خو سيال دې نۀ يم، شهيده قرار نۀ يم زۀ

تا خو ډولۍ يوړه، تښتېدلئ د يار نۀ يم زۀ

يا به ستا په شان زۀ هم وصال شمه خُمار شمه

يا به تورې خاورې شم يا يار سره به يار شمه

سوز اؤ سازمې گوره چې زه اور په پړقېدو شمه

مست شه داسې مست شه چې زه هم په گډېدو شمه

ائ د پښتون مستې وينې پاسه خمار راؤله

هر زلمئ مستی کړه دلته مست اؤ سرشار راؤله

نن راته گډېږه مېنې تا کښې ښه نورونه دی

زه موسکئ موسکئ يم خوهر رگ کښې مې اورونه دی

ستا بهار چې وينم زه رضا په رژېدو شمه

ستا که اټڼ داسې چې زه هم په گډېدو شمه

سوئ اؤ زور مې گوره چې زه هم په خورېد وشمه

مست شه داسې مست شه چې زه هم مستېدو شمه

چرته پټېدې شی معشوقې د عاشقانو نه

چا په سور محل چا په صحرا کښې راموندلې ده

سر چې پرې ورکوم والله چې لسو قلاگانو نه

نېغه به راؤ ځی دا خو مونږ پخوا گټلې ده

ډول به راته وی دغه سور بام له چې په تلو شمه

ستا بهار چې وېنم زه پخلا په رژېدو شمه

ستا اختر زما اختر ستا غم زما ماتم اؤ غم

يومودی هډوکی يو مووينه يو د سترگو نم

يو مو ننگ اؤ يو مو شان اؤ يو مو پلار نيکو نه دی

ستا د زړه خوبونه ټول زما د زړه خوبونه دی

دا دې سبا راغئ زه ورو ورو په ويښېدو شومه

ته به هله ورک شئ چي زه هم په ورکېدو شمه