نظم
باچا
Ghani Khanڅنگه غم غنی له ورکړم؟
د قيامت اؤ حسابونو
کرکه زړۀ کښې د بلبلې
د سپرلی اؤ سرو گلونو
څنگه شال د وينځې خورکړم
د لېلی په سپين جبين
د حبشی د عشق لېواله
ښاپېرۍ کړمه د چين
څنگه لاس کښې محبوبا له
خنجر ورکړم د غماز؟
څنگ د يرې کوهی کښې ډوب کړم؟
د مئينو سترگو راز
څنگ جهان د حسن ډوب کړم؟
په يو څاڅکی د تيارو کښې
اؤ د شمعې رڼا څنگه؟
کړم بدله په ايرو کښې
څنگه خور قهر و غضب کړم
په سپرلی اؤ سرو گلونو
بادشاهی د جهان څه کئی؟
ځان له ولې زياتئی غم؟
د انصاف تلل مشکل دی
څه به ډېر کړې څه به کم؟
داسې تخت به څه کړې څه کړې
چې پرې شپه او ورځې ژاړې؟
خپل غمونه دې لا لږ دی
د جهان غمونه غواړې؟
د ټټوانو په گله کښې
غټ ټټو مخکښې روان وی
لوئې باچا د ځناورو
د هماؤ لوئې حېوان وی
دا دنيا د سپی لکۍ ده
نۀ نېغيږی نۀ سميږی
په وجود توره پيشو ده
چې ئې وينځې لا توريږی
بادشاهی هله جوړيږی
چې نيم لگی شی نيم مړۀ کړی
چې يو کس د بل په غوښو
د خپل کور کوتری ماړۀ کړی
د دې ژونده څه مطلب شو
چې يا مرې يا به بل وژنې
دا مېوه گلاب د څه شو
باغ ساتې او بلبل وژنې
ربه ماله که دې راکړه
بادشاهی د کل جهان
زۀ به ئې وغورزوم له کوره
لکه سوټې په ډيران
يدا يو دوه گړۍ ژوندون زۀ
په جگړو نشم تېرولے
د دې ظلم په کټوۍ دې
ربه بل کېږده برغولے
ماله راکړه څو گلونه
يو نيازبين شانتې جانان
يو وړوکے غوندې باغ
او په خوا ئې سيند روان
چې ئې زۀ په غاړه ناست يم
په يخ سيوری د خرولې
په مزه مزه ليکمه
د مزې مزې غزلې
کله سوال منت جانان ته
کله بد او رد مُلا ته
د ساعر ساقی صفت کوم
د ټېپرو ډک لاله ته
کله کله تانه ربه
د وړو په شان گيلې
کله تود ژوندے اميد
کله سوے اسوېلے
کله ټنگ کله ټکور
کله جام کله دلبر
يوجهان کښې د رنگ ډوب
د جهانه بې خبر
بادشاهی هغو له ورکه
چې زغملے ئې شی زور
چې په لاس لکه قصاب وی
په خصلت لکه منگور
چې خپل ځان ته شی کولے
قربانی د رور د وينې
هم هضمولے هم خوړے شی
د غريب دغوښو سپينې
تاج وړلے هغه سر شی
چې وژل لکه وبا کړه
لکه پړانگ داړل څيرل کړه
وېرؤل لکه بلا کړه
تخت هم نه پائی بې زوره
بې د تورې د جلا ده
بادشاهان چې څومره ډېر وی
دومره وی دنيا برباده
لوےئ بادشاه وی لويه ژوره
دې په وينو زوؤ پائی
بادشاهی لکه د اور
په اوتو په سوؤ پاتی
ربه! فضل په مونږ اوکه
مونږ ساته له دې آفته
چرته غټ خرته په شاکړه
دا د سرو لالونو کته
سفارش ورته دا اوکه
صېب زمونږه د بابته
وے پام کوه د دله خره
غنی اونه وئی په لته
هم هضمولے هم خوړے شی
د غريب د غوښو پينې
تاج وړلے هغه سر شی
چې وژل لکه وبا که
لکه پړانگ داړل څيرل که
يرول لکه بلا که
تخت هم نه پائی بې زوره
بې د تورې د جلاده
لوئی بادشاه وی لويه ژوره
دې په وينو زوؤ پائی
بادشاهی لکه د اور
په روتو په سوو پائی
ربه فضل په مونږ وکه
مونږ ساته د دې افته
چرته غټ خرته په شاکړه
دا د سرو لالونو کته
سفارش ورته دا وکه
صېب زمونږه د بابته
وے پام کوه د دله خره
غنی ونۀ وئ په لته
چا په سر د صليب وليد
چا په سُور ريښمين بالښت
د موسی په شان څوک سئ کړی
په مړ بُت کښی مخ د يار
څوک ترې جوړ يره ژړا کړی
څوک ترې حُسن او خُمار
څوک د گل د ماشوم مخه
د اشنا شونډې کړی جوړې
چا په خوا د نرگس وموند
چا ازغو کښې د کروړې
خوش نصيبه وو څوک لاړل
په خندا غېږې د يار له
چا د ناوې دجوړې نه
کفن وشلوۀ دلدار له
ربه! ربه! زما ربه!
لېونے شوم په فکرونو
څنگه خور قهر و غضب کړم
په سپرلی اؤ سرو گلونو
څنگه غوږ کېږدم مُلا ته
تورانۍ بلبله هېره
څنگه ستا د نور اؤ خېشت نه
بدرنگی تيارۀ چاپېره
د خندا د سپين سبا نه
تور ماښام اؤ لحد جوړ کړم؟
دانسان د مايوسۍ نه
سُر سرور د ابد جوړ کړم؟
د فقير د تلوسو نه
د بادشاه خُمار کړم جوړ؟
د دوزخ د اور اؤ زور نه
ستا ښائست سينگار کړم جوړ؟
څنگه ومنم تا جوړ کۀ
دا جهان او اسمان دې له!
چې خيام روان په زوړ کړې
طوافونو د کعبې له!
جوړ دې حسن يارانه کړه
د جزا سزا قيصې له؟
تا کړۀ جوړ د خپل ښائست نه
يو حسين يونازنين
ستا د ښکته بنو سورې
هر ماښام پوست اؤ رنگين
تا خندل چې د گلاب رنگ
د لولکې وزر يوړۀ
ستا په لاس خيام په جام کښې
بې خودۍ اؤ دلبر يوړۀ