نظم

بچيه چې لوئې شې

Ghani Khan

بچيه چې لوئې شې

په دې به پوئې شې

خندا به مومې

خندا به وېشې

چې څه د ښې شې

د چا د ښې شې

هم به گلاب شې

هم به سپرلے شې

هم به شراب شې

هم به مېوې شې

مينه چې اخلې

مينه به وېشې

هغه به اغوندې

چې کومه ريشې

هله به مست شې

چې بنديوان شې

هله به خوږ شې

چې اسوېلے شې

بچيه لوئې شې

بچيه لوئې شې