نظم

بکواس

Ghani Khan

راځه زما زړگيه يو به تۀ شې يو به زۀ

يوه وړه لولکه او يو گل د لاله

يو شرنگ د غورځنگ رنگارنگ د مستۍ

شو سور په ملخ په خندا په خندا

روان شو جانان له په سُر او سُرور

په نياز، په خرام، په مزا په مزا

يا خوب به ئې په کټ د لولکۍ کاوۀ

ياتله به د اور اورکو په رڼا

خو ډوب په قطرې د شبنم کې شو

اوچت په ملخ په خندا په خندا