نظم
بل څۀ
Ghani Khanپه نظر کښې مې د باغونو خيال
په نصيب کښې مې لاره د غرونو
عجيبه اچار مې اچولے دے!
د گلونو او د غمونو
په غوږونو کښې شړهار دساز
د گنگرو پېنزېب او خندا اواز
ډوب مې زړۀ لټئی بل څۀ نوے ساز
بل څۀ نوے سوز بل څۀ نوے راز
ځکه خيال کښې مې د باغونو رنگ
او نصيب کښې مې لاره دغرونو
ما د تورو ايرو جوړ کړے دے
ځان له ښکلې تخت د خوبونو