نظم

بله لار

Ghani Khan

رحم فقير له روا، بادشاه له حرام دے

شاعر له گوټ د زمزم دميوجام دے

بخل د مينې کمال، خون دانصاف دے

سخاوت شان د خان، مرگ د صراف دے

رقيب له شور او ماتم، يار له وصال دے

يو له د وينې څاڅکے او بل له لال دے

ماله د گند کنده، لاله ته بام دے

يو له د مرگ پېغام، بل ته دوام دے

د عجيبه ژوندون عجب کاروان دے

دې کوږ دوکان کښې گټه کښې زيان دے

يو ناست محل کښې غمگين حېران دے

بل ته ايرو کښې ويړ پروت ايران دے

دا روک کاروان کوم خوا روان دے

ړوند ئې نظر دے وچ ئې ايمان دے

ظالم، جابر ته سجده دعا ده

هېر ئې د عمره رحيم رحمن دے

دزور او يرې بُت ته نسکور دے

روک ترې د مينې دنور مکان دے

د بل د وينو ئې لاس کښې جام دے

تنگ ئې جومات دے، ړوند ئې امام دے

څۀ وکړم چې وينم په تيارو کښې رنگ د يار

د گلو رژېدو کښې اميدونه د بهار

د تاوان قلا کښې پټه د جنون ناوې مستانه

رنگ محل ته نۀ شم تللے د صحرانه ، جانانه

ما له غم ماتم د يار، نۀ دے غم، د غم تعويذ دے

ما له بل گل ته کتنه بې شرمی ده، شوق د بيز دے

هغه غم چې مستؤل کړی دنباتو نه لذيذ دے

زليخې ته تور ځنگل دے، سورمحل کۀ دعزيز دے

ما له بله لاره نشته، د جنون او دجانانه

گنی خوښه مې خندا ده ، ډېره ډېره د ژړا نه