نظم
باميان
Ghani Khanزۀ د زړۀ په سرو وينو ژاړمه ژړيږمه
زۀ چې ورته گورمه سره لمبه سوزيږمه
يو خوا د قدرت جمال
بل خوا د انسان کمال
زۀ ئې لېونے کړمه
چارچاپېره نور دے
نۀ دے باميان نۀ دے دا
دا خو کوه طور دے
دلته د فطرت کمال
دلته د ادم جنون
دواړه په ضد شوی وو
جوړ ئې که ترې څۀ افسون
هر خوا چې دې لاړ نظر
غرونه نه گلونه دی
هر غر دے درياب د رنگ
يو نۀ په زرگونه دی
بل خوا د ادم د ژوند
مينې او ايمان قيصه
هر غار کښې نغمې دعشق
هر خوا د جانان قيصه
هر يو غار کښې پروت خاموش
ساز يو، د نورونو دے
دا روک او ويجاړ جهان
کور مو د نيکونو دے
دې تالا جهان پسې
دې دپښتون شان پسې
دې تباه دوران پسې
دې شهيد جانان پسې
دې سوی گلشن پسې
دې روک گلستان پسې