نظم

بانه

Ghani Khan

چې ئې عمر په صحرا وی د خزان نه گيله نۀ کا

دومره وسومه غمونو چې اوس سوئ مې سينه نۀ کا

تۀ وائې ماله ډالۍ راکړه، ما غريب سره څۀ وينې

چونگ ازغی مې دی ټول کړی په لارې ستا په زمکا

زما اوښکې شږو اوسکې، گل لاله ترې زرغن نۀ شو

په ما ئې دا هم پېرزو نۀ شو، بيا زما خوار نه گيله کا؟

زۀ په څه ستا مدار وکړم، په څه ستا سترگې رڼې کړم

زۀ ولاړ کچکول په لاس کښې پکښي بوی زړې اوبۀ کا

چې ځوانی ئې ورژيږی اؤ د زړۀ غوټۍ شی مړاوې

د تاتار کوه قاف حورې به څوک څۀ کا، به څوک څۀ کا؟

لېونئ غنی ورکېږی ځان په خپلو گوتو وژنی

ستا فراق عشق ئې بانه کړه، اوس هر څۀ کا، اوس هر څۀ کا