نظم
بنده
Ghani Khanبنده بدليږی داسې بدليږی
لکه بدل شی چې وخت د کال
کله سپرلے شی کله خزان شی
کله مستی شی، کله وصال
کله يو حُسن شی، يو سوز اؤ خوب شی
کله مجنون شی، يو لېونتوب شی
کله فرياد، سلگی، کله نرتوب شی
کله سينه د سقراط، کله خرتوب شی
کله ارمان د سيپئ اؤکله لال
کله مستی شی کله وصال
مينه مستی ده، داسې مستی ده
لکه مست وی د بنگړې تال
کله سور گل شی، د سپرلی شپه شی
کله منصور شی، کله بلال
کله يو غم شی، ساز او ستار شی
يا د غوټی ارمان دگلو هار شی
کله سرود د سوز کله چغار شی
کله قصه د ښائست کله دلدار شی
کله سينې د حورو اؤ کله ئې خيال
کله مستی شی کله وصال
غم يوه نشه ده، داسې نشه ده
لکه نشه شی په بانگ بلال
دا خو يو نقش دے، د عاشق زړۀ کښې
د يار د سترگو دخط اؤ خال
کله شراب شی، مست او سرشار شی
کله د زهرو جام، شونډې د يار شی
څوک ئې تسپې کړی، دچا زنار شی
کله قسمت شی او کله اختيار شی
کله ماښام شی،کله هلال
کله مستی شی کله وصال
خو بنده بدليږی، داسې بدليږی
لکه بدل شی چې وخت د کال
وچ ئې ارمان شی هير ئې جانان شی
هيره ئې مستی شی، هير ئې وصال