نظم

بنی ادم ته قصيده

Ghani Khan

لوئ شې گوډاگيه اؤ ټوپونو نه دې ځار شم

اے د گنده ډکه د گلونو نه دې ځار شم

جوړ کړې د چا گوتو، شولې جوړ د څۀ د پاره؟

ځار دې دقلمه ، د حرفونو نه دې ځار شم

يو پوکے د باد ئې څۀ د رنگ اؤ جنگ خبرې کړې

اے د سحر خوبه، د خوبونو نه دې ځار شم

حسن دې اېجاد کړو مشغولا دې ځان له جوړه کړه

ځار دې دمستی نه، د سازونو نه دې ځار شم

علم دې دخيال دے، خيال دې خوب اؤ خوب دې خيال دے

دومره غټو غټو کتابونه نه دې ځار شم

پوه په سود اؤ زيان، د سود اؤ زيان به چرې تۀ نۀ شې

ځار دې دخندا نه، د ويرونو نه دې ځارشم

دوه گړئ ژوندون له دې څو قسمه نخرې جوړې کړې

ځار دې د سجدو، د تکبيرونو نه دې ځار شم

ستورو اؤ سپوږمئ سره د راز اؤ نياز خبرې کړې

اے د خاؤرو گله! د رنگونو نه دې ځار شم

کوم د تيارو کور ته مُسافره! پټې سترگې ځې

ځار دې د ماڼو، د محلونو نه دې ځار شم

گوتې دې اسمان ته اؤپاپئ دې ډوبې خټو کښې

لوئ شې گوډاگيه! د ټوپونو نۀ دې ځارشم