نظم
باويړې
Ghani Khanبيا شروع
شولې په ما د غم چپې
يو خوا رنديو خوا ساقی يو خوا شراب
بل خوا گټ کښې زاهد اړوی تسپې
په لوگی د هغه اور واړه تاؤديږی
چې عالم ئې کړو جليا تپې تپې
غنی څو به د ارمان په لمبو سوزې
څو به وی دا د فراق سړې ټپې
د ځوانئ اختر دې لاړ، نکريزې څۀ کړې
ښۀ به وی چې په ديوال ئې وتپې