نظم

بازيگر کمتر

Ghani Khan

چا له لوږه، چا له تنده، چا له نور، چا له نظر

څوک بندی دخپل زړگی وی، څوک غلام د خپل ځيگر

يوجوړ کړی د سقر نه سره گلونه مازيگر

بل د حورو د غلمانو نه جوړ کړے دے سقر

په ټيکری پسې ژاړی يوخوا ناست په تخت قارون

بل خوا زر رنگه وصال دے او لکها قسمه بېلتون

چرته سپی ته خپله لوږه، هم لېلی شی ،هم مجنون

کله خر ته خپل خرتوب مست جادو رنگين افسون

دلته رنگ بدرنگی دواړه د احساس د تول يوجام دے

زما سترگو پيدا کړے سپين ساقی او تور امام دے

شپه او ورځ زمانظر دې ړوند له نمر او ماښام نشته

زه عاشق ځکه د رب يم، چې انسان له دوام نشته

رب دې هر څه، او هغه چې زما هوش پرې نه پوهېږی

رب زما د روکېدو نه بره، لرې سپين مقام

رب زما د هوش صحرا له يو محل دے د کمال

رب زما دې ستړی سر له د مستۍ برپوره جام

دا د روکو په وطن کښې يو ارمان دے د دوام

دا په توره توره شپه کښې محبوبه ماه تمام

چې اميد دهوش ياغی شو، چې مدهوشه شونظر

خپل طاقت ورته سرور شو، په سېل ووت بازيگر