شعر بې بازخواست او بې پرسان به يم تر کومه؟ Malang Jan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 بې بازخواست او بې پرسان به يم تر کومه؟ سر سرتور څيری ګرېوان به يم تر کومه؟ 02 په نارو مې ستونی وچ شو څوک يې نآوري د کاڼه بادار دهقان به يم تر کومه؟ 03 زما مخ د بل څپېړې به تر څو وي؟ په سلګو او په جان جان به يم تر کومه؟ 04 د وطن خدمت دپاره وزګار نه شوم خدمتګار د هر يو خان به يم تر کومه؟ 05 په کرلو او رېبلو يې پوهيږم نالايق د دسترخوان به يم تر کومه؟ 06 په قيامت کې به د ډېرو ګرېوان نيسم خوف نه ګونګ زه “ملنګ جان” به يم تر کومه؟ Dictionary meaning × Headword