شعر

بې غم کله

Malang Jan

بې غم کله د غمجن په غم پوهېږي

غمجن ځان لره د ځان په غم کړېږي

دردمندان د ځان په درد کې ویش او وای کړي

بې درد کله د دردمند په درد خوږېږي

څوک چې موړ وي ټول عالم ورته موړ ښکاري

موړ د وږي په حالت کله خبرېږي

د جمله زړونو مالک پروردګار دی

بنده کله د بنده په زړه رسېږي

ته په خپل غم و درد ژاړه ملنګ جان

د بل څه دي چې دا ستا په غم زړېږي