شعر
د ازادۍ شمال
Malang Janزما زړه د ازادۍ په شمال خوري
لکه ګل چي د اوبو په سر سمسور وي
د اسلام د بیرغ سوري لاندي ناست یم
لکه خاص چي به جنت کې د چا کوروي
خوشبویې مې د خپل قام په د ماغ لګي
لکه څاڅکي د پلیل چي په چا پور وي
لکه طفل چی خوشحال په غیږي د مور وي
د فقیر ملنګ جان د غومره بخت بس دي
په ازاد ژوند چی ازاد وطن کې ګور وي
چي ازاد نوم یې ازاد وطن کې خور وي