نظم
بهرام
Ghani Khanبهرام خانه بهرام گله ښکلے ځوان شې
خانان ډېر دی خو چې تۀ خان خانان شې
ستا دې ولو له پنډونه راروان دی
چې تۀ دې له بهادر او پهلوان شې
د دې کور عزت ناموس او شهرت واړه
ستا د غاړې دی چې تۀ د دې دتوان شې
چې په ما او په نگينې څومره گران ئې
خداې دې کړی چې داسې گران په ټول جهان شې
تاته سترگې د خپل کور او د خپل قوم دی
خداې دې لوئې که چې ښۀ خان او ښه انسان شې