نظم
بُت
Ghani Khanدا شونډې سرې د گل غوټۍ
دا شونډې سرې وړې وړې
دا شونډې سرې د قطرې د ناز
دا مجسم مکمل نياز
تش او وچو زړگو ته دا
رنگ او مستی او ارمان خوروی
ما باندې ښې او خوږې لگی
ما ته نقشې د جانان خوروی
دا خو ژوندون مست شوے دے
مرگ پورې مسخرې کوی
دا خو گلاب خندانه دے
بل سپرلی ته اسرې کوی
دا خو د تور مرگی په مخ
رنگ او اميد د دنيا خوروی
دا خو د مجنون سترگو ته
خېشت او سينگار د الله خوروی
پوےئ دی دوی د ادم په راز
پوےئ په تللو د راز او نياز
دا د عيسی د لاس په شان
ژوند او اُميد او خندا خوروی
بُت ورته څنگه ووايمه
ماته چې نور او رڼا خوروی
دا شونډې سرې د گل غوټۍ
دا شونډې سرې وړې وړې
سُر او خوږ د جنت په شان
شراب خواږۀ د شربت په شان
مستی خندا خورئ خورئ
ځوانی رڼا خورئ خورئ
خوش رنگ د طاؤس په شان
نيازبينې د نرگس په شان