نظم

بې غېرته پښتون

Ghani Khan

تورښامار پروت دے دخُمار په خزانو

د پرون غُلام بادشاه دے د سبا دلېونو

هر پښتون د ويرې رپی، ورک شو نوم د پښتنو

د سرو سترگو غېرت وچ شو

همت ورک شو د سينو

اے پښتونه ما گڼلے د انسان د شان کمال

ستا بې سره سر کښې نور وۀ ستا په توره کښې هلال

ستا په مست حېوانيت کښې د درياب د چپو زور وۀ

ستا په زهرو کښې زمزم وۀ

ستا په قهر کښې جلال

ما به وې د زمری ظلم، ظلم نۀ دے دژوند شان دے

ما به وې عقاب خېشته دے چې د باز ښکار ئې ارمان دے

ما به وې چې کله کله ځکه ته بې رحمه اور شې

چې روان ستا په ځيگر کښې

سور د ننگ غرور طوفان دے

اے پښتون ستا هر بد له ما بانه جوړه کړه ښکلې

که تۀ تور د اور صحرا شوې ما کتې درکښې بلبلې

ما ستا سر اوچت غوښتلو دا مې نه کوو تپوس

چې دا سر په څه اوچت وۀ

څنگه څنگه، ولې ولې؟

دا پينځه کاله مې تېر کړه جهنم، زندان او اور کښې

زما سر اوچت سبا ته، ستا سر ښکته پېغور کښې

شل شرمونه درنه تاؤ دی، پکښې تۀ داسې خاموشه

لکه پروت چې دله مړے

وی راغونډ غوندې په گور کښې

يره يره په ځيگر کښې د بچی د سکندر

په پنجره کښې رپی رپی د عقاب اوږدۀ وزر

لاندې ناست دی سرۀ بازونه،اوږې سترگې او تش سر

او د پاسه پې گنجۍ ده، دهُما تاج ئې په سر

اے جنونه د شرابو، اے بابا د لېونو

دا مغروره سر مې ټيټ کړو بې غېرته پښتنو ـ